د غزني پولیسو ویلي هغه دوه کسان یې نیولي چې وسله والو طالبانو سره یې اړیکې درلودلې.
د غزني د امنیت امر رمضان علي ویلي دغو کسانو غوښتل چې د واده پر یوه تالار برید وکړي.
دوی سره دوه میله تومنچې هم نیول شوي دي.
غزني دهیواد مرکزي ولایتونو څخه یو نسبتا نا امنه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځینو برخو کې فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)